پولیو د تاریخ برخه وګرځوئ

۳۵ کاله مخکې پولیو/ګوزڼ هر کال درې لکه ۳۵ زره ماشومان فلج کول. نن، دا شمېرې ۹۹.۹ سلنه راټیټې شوې. په دې هڅو کې نړیوالې مرستندویه ادارې لکه د پولیو د له منځه وړلو نړیوال اقدام،‌ نړیوال تمویللونکي، حکومتونه د نړی لر او بر کې صحي کارکوونکي شامل دي. خو که موږ خپل کار ته دوام ورنکړو پولیو بېرته راګرځېدی شي.

موږ ستاسو په څېر فعالانو ته اړتیا لرو چې په مالي ملاتړو، پولیو اغیزمنو شویو هېوادونو او نړیوالو مشرانو باندې غږ وکړي چې دغه تاریخي فرصت له لاسه ورنکړی او نړۍ له پولیو پاکه کړي

څرنګه کولی شئ:

د دوشنبې اګست تر ۱۴مې پورې لاندې متن ته په کتلو یوه دېرش ثانیې ویډیو ثبت کړئ. لطفا خپله ویډیو په افقي ډول په سمه رڼا او له سم غږ سره ثبت کړئ. هر ډول بکګراونډ کارولی شئ، له کور نیولې تر دفتر او حتی بهرني چاپېریال پورې. دلته یې بېلګه وګورئ.

    1. موږ ته په لاندې جمله کې ووایئ چې د بشریت کومه بریا تاسو ته الهام بښوونکې ده:
      • زما لپاره (ستاسو بېلګه) د بشریت یوه تر ټولو ستره بریا ده.
        داسې بېلګې: د برېښنا اختراع، د پنسلین درمل جوړېدا، زما هېواد کې لومړۍ مېرمن چې ولسمشره/لومړۍ وزیره شوه.

    2. بیا، لاندې جملې ولولئ او دا بریا د پولیو له منځه وړلو سره یو ځای کړئ:
      • د دې ترلاسه کول اسانه نه وو، خو د تاریخ لیکل هېڅکله اسانه نه دي.
      • موږ فرصت لرو د بشریت لپاره یوه بله بریا ثبت کړو – د پولیو له منځه وړل
      • دا به اسانه نه وي، خو موږ هر څه لرو چې بیا هیڅکله کوم ماشوم له پولیو فلج نشي.
      • یو ځای،‌ راځئ تاریخ بدل کړو او پولیو ته د پای ټکی کېږدو.

د کمپاین پیلېدو ته پاتې وخت

  • 00ورځې
  • 00ساعتونه
  • 00دقیقې
  • 00ثانیې

دا کمپاین به د سپتمبر په ۲۶مه پیل شي او څلور اونۍ د پولیو تر نړیوالې ورځې (د اکتوبر ۲۴مه) پورې به دوام وکړي

تاسو کولی شئ هغه مهال زموږ انلاین پاڼې ته راش‍ئ او وګورئ چې څنګه نور مواد پر خواله رسنیو خپرولی شئ او خپله ویډیو او ستاسو په څېر د پولیو له منځه وړلو کې برخه اخیستونکو نورو فعالانو له ویډیوګانو سره لیدلی شئ

که تاسو د خپلې ویډیو په پورته کولو کې ستونزه لرئ مهرباني وکړئ له موږ سره په دې برېښنالیک اړیکه ونیسئ:‌ poliogcg@globalhealthstrategies.com

Scroll to Top